ننګرهار کې یو تن د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو.

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په مهمندرې ولسوالۍ کې یو کس د نشه يي توکو، الکولي څښاکو او وسلو د قاچاق په تور نیولی دی.
تېره شپه د مهمندرې ولسوالۍ په هزارنو کلي کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو یو تن جهانزېب نومی نیول شوی، چې له یاد کس څخه یو میل کلاشینکوف، یو میل کره بین، ۵۰ ډزه ګولۍ، د الکولي څښاکو ۲۰ لیتره بشکې او یو سیت ستلایت د پولیسو لاسته ورغلي دي.
له یاد کس څخه پلټنې روانې دي.