ننګرهار کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ۱۷۰ کیلو ګرامو نشه يي توکو سره د بټي کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیولي دي.
ضبط شوي نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي چې په یو عراده مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
همداراز جلال اباد ښار کې هم له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د څه باندې یو کیلو ګرام نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.