ننګرهار کې د یوې نښتې په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۰
7

د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ د یوې نښتې په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
یاد نښته داسې مهال رامنځته شوه، چې یادو ترهګرو د سرخرود ولسوالۍ د "خیراباد" کلي پر سړک څار ځای جوړ کړی و او د ځایي خلکو د ځورونې لامل کېدل.
له دې ترهګرو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، څو کړۍ لاسي بمونه او یو عراده موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې نښته کې ملي پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.