ننګرهار کې د چرسو یوه محموله کشف او ترلاسه شوه

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۱۶ کیلوګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد چرس په یو عراده "هینو" ډوله بار وړونکي موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ضبط شوي دي.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوی دی.