ننګرهار کې د پولیسو له خوا ۹۹ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول

farhadi-moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱ - ۱۲:۱
moi


د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې، څه باندې ۸۴ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله او ۱۵ کیلو ګرامه د تریاکو له ډوله، چې په دوه عرادو لېږدونکو وسایطو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، د سرخرود ولسوالۍ اړوند سیمو کې کشف او ضبط کړل.
د دې قضیې په تور درې تنه نیول شوي دي