ننګرهار کې د نښلېدونکو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی.
د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په ګرټي سیمه کې پولیسو او د ملي امنیت موظفینو پر یوه کور عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نهه کړۍ نښلېدونکي ماینونه او فشاري ماینونه او یو میل راکټ انداز ترلاسه کړي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال یو تن هم نیول شوی دی.
نیول شوي کس غوښتل چې له ماینونو په ګټنې تخریبي کړنې ترسره کړي، چې په نیول کېدو سره یې له لویو ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی دی.