ننګرهار کې د نشه يي توکو د پروسس یو لابراتوار له منځه یوړل شو.

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د پروسس یو لابراتوار کشف او له منځه یوړل شو.
د یادولو وړ ده چې د عملیاتو پرمهال یو میل کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، یو شمېر نشه يي توکي، د وسایطو پلېټونه او یو شمېر مهمات د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.