ننګرهار کې د شلو کیلو ګرامه مخدره توکو نیول کېدل

farhadi-moi
شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۸
moi


د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څه باندې شل کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط کړل.
په یادو مخدره توکو کې اتلس کیلو ګرامه هیرویین او دوه کیلو ګرامه خام چرس شامل وو، چې په کرولا ډوله او سراچه ډوله موټرونو کې ځای پر ځای شوي وو.