ننګرهار کې دوه سوداګر د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد شول
امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوه هوټل مالک او یو بل سوداګر د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلي دي.
تېره شپه انسان تښتوونکو د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې د یوه هوټل مالک او یو سوداګر اختطاف کړل، چې د امنیتي ځواکونو د پرلپسې عملیاتو په پایله کې بېرته راخوشي او خپلو کورنیو ته یې وسپارل شول.
امنیتي ځواکونو د دې قضیې په تړاو یو کس له دوه عرادې کرولا ډوله موټرو، یو میل کلاشینکوف او یو شمېر نورو تجهیزاتو سره نیولی دی.