ننګرهار کې دوه تنه د ۶۸۹ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د لېږدونې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۵ - ۱۷:۵۰
8

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په تورخم ښارګوټي کې دوه تنه د ۶۸۹ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
دې کسانو یاد چاودېدونکي توکي په ټېلر ډوله موټر کې د خوراکي توکو په منځ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې جلال اباد ښار ته یې دننه کړي.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.