ننګرهار کې دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول.

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۸:۳۷
01

نن د ننګرهار ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل چې یو شمېر غیرقانوني وسلې او مهمات ولېږدوي، چې د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په ثمرخېلو سیمه کې ونیول شول.
د نیول شویو کسانو قضیه تر څېړنو لاندې ده.