ننګرهار کې دوه باج اخیستونکي ونیول شول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو، په جلال اباد ښار کې دوه هغه کسان نیولي، چې له خلکو به یې باج اخیسته.
یادو کسانو د داعش له ادرسه له خلکو او هټیوالو په زور پیسې اخیستې او په مرګ یې ګواښل.