ننګرهار کې؛ پولیسو څه باندې ۵۶۰ کیلو نشه یي توکي کشف او ۷ تنه نیولي دي

د ننګرهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په نازیانو ولسوالۍ کې د نشه یي توکو په یوه کارخونه کې ۴۵۰ کیلو ګرامه چرس، ۷ کیلو د نشه یي ټابلیټونه اومه توکي او درې کیلو کیمیاوي توکي نیولي دي.
ورته مهال یادو منسوبینو د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ۷ تنه له ۱۱۵ کیلو چرسو سره نیولي دي.