ننګرهار او کاپیسا کې دوه قاتل او یو حرفوي غل نیول شوي

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په اچین ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې او زوی د قتل په تړاو نیولی دی.
بلخوا د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یو قاتل او د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو حرفوي غل نیول شوي دي.