ننګرهار او سرپل ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو اته تنه ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۹
fds

د امنیتي ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، د ننګرهار ولایت د جلال‌آباد ښار په نهمې امنیتي حوزې کې درې تنه د نشه‌یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو له اووه زره او ۴۶۰ نشه‌يي ټابلیټونو سره یو ځای نیولي دي. همداراز پنځه نور کسان د سرپل ولایت مرکز اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو د کارونې په تړاو نیول شوي دي.

نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو او د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.