ننګرهار او تخار کې اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۰ - ۱۵:۱۶
01

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په بهسودو، مهمند درې او روداتو ولسوالیو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د ۱۵۱ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
همداراز د تخار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو دوه تنه د نهه کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو د کلفګان ولسوالۍ له اړوند سیمو نیولي دي.