ننګرهار او بغلان کې ۲۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۱:۵۶
x
 
د ننګرها ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت د روداتو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۷ کیلو ګرامه چرس له یو عراده سراچه ډوله موټر او یو تن سره چې غوښتل یې قاقاچاق یې کړي، نیولي دي.
همداراز؛ د بغلان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن د ۱۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولی، چې نشه يي توکي په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای کړي وو.