ننګرهار، کاپیسا، فراه او کندهار کې ۱۶۰کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط شول
د شرطې ځواکونو د جلا جلا اقداماتو په پایله کې ۵۲ کیلوګرامه نشهيي توکي په ننګرهار،۳۰ کیلوګرامه په کندهار، ۵۸ کیلوګرامه په فراه او ۲۰ کیلوګرامه د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.
د یادو توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۹ تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.