نشه یي توکو سره د مبارزې معین د هرات له والي سره د نشه یي توکو په وړاندې په جدي مبارزې ټینګار وکړ

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار هرات ته د سفر په ترڅ کې د هرات له والي مولانا اسلام جار سره د سیمه ییزو دولتي ادارو ترمنځ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې په لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.
ښاغلي همکار، له پولیسو سره د هرات د سمیه یيزو ادارو د نشه یي توکو د کښت، پروسس او لېږد مخنیوي په برخه کې اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان د تطبیق له هڅو او همکاریو مننه وکړه او وې ویل چې، د بنسټونو او ادارو ترمنځ ګډې هڅې کولی شي چې د نشه یي توکو ناوړه پدېده په بشپړه توګه له هېواد څخه ورکه کړي.
همداراز د هرات والي په یادو برخو کې نشه یي توکو سره د مبارزې معین ته د همکاریو ډاډ ورکړ.