میدان وردګ کې د اسلامي پولیسو د فراغت مراسم ترسره شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
asdfasf

د میدان وردګو د ښوونې او روزنې په مرکز کې د اسلامي پولیسو د یولسمې دورې ۵۲۵ تنه منسوبین او د ساتنمنانو د لومړۍ دورې ۸۲ تنه فارغانو د شرعي، اساسي او مسلکي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
 په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواري، د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ ملکي مرستیال مولوي وزیرالرحمن رحماني، د میدان وردګو ولایت د علماوو شورا رئیس مولوي عبدالهادي فضلي، د دغه ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ او ګڼ شمېر مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و. 
د غونډې په ترڅ کې فارغانو پوځي تمرینونه او سپورتي نمایشات وړاندې کړل او مسؤلینو هغوی ته د دندو په اخلاص، صداقت او د الله د رضا لپاره د خدمت سپارښتنه وکړه.
 په پای کې فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.