مولوي موسی کلیم (ابو نصر) د تخار ولایت د نوي امنیه قومندان په توګه وګمارل شو
د معرفت په غونډه کې د یاد ولایت والي، د ترافیکو لوی ریاست رییس د ریاست الوزرا مقام استازي او نورو مسوولینو او منسوبیو ګډون درلود.
د تخار ولایت والي الحاج مولوي سمیع الله حزب الله په خپلو خبرو کې د پخواني امنیه قومندان هڅې او کوښښونه وستایل او د ولس سره یې د نېک چلند په هکله قدر داني وکړه او نوي امنیه قومندان ته یې په ورسپارل شوو چارو کې د الله پاک له درباره د توفیق غوښتنه وکړه.