مولوي محب الله حماس د ننګرهار امنیه قومندان په توګه معرفي شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۳۱
asdfa

غونډه چې د یاد ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت ځانګړي پلاوي په ګډون د دغه ولایت والي مولوي نعیم الله (حاجي کاکا) د ننګرهار والي مرستیال مصطفی عزیز، پخواني امنیه قومندان او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسوولینو په خپلو ویناوو کې، د پخواني امنیه قومندان ملا محمد فرید عمر کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او نوي ټاکل شوي امنیه قومندان ته یې په چارو کې د لا بریاوو هیله وکړه.
نوي ټاکل شوي امنیه قومندان په خپلو خبرو کې وویل: د الله په یاري به شپه او ورځ د ولس امنیت نیولو، ولس ته خدمت او د نظام د لا غښتلتیا لپاره هڅې وکړو او هیڅ چا ته به اجازه ورنکړو چې په ننګرهار کې د سولې او امن فضا ګډوډه کړي.