مولوي سید محمد حنیف «عباده اغا» د سمنگان نوی امنیه قومندان وټاکل شو
په همدې اړه مراسمو کې چې د سمنګان ولایت په مقام کې ترسره شول د کورنیو چارو وزارت پلاوي، د سمنګان والي الحاج دا ملا شعیب، پخواني امنیه قومندان مولوي حبیب الله شاکر ملکي او نظامي مسؤلینو، علما کرامو او قومي مخورو پکې ګډون کړي و.
غوڼدې کې د سمنګان مرستیال والي ملا داد خدا «خادم» د پخواني امنیه قومندان خدمتونه وستایل او نوي امنیه قومندان ته یې د بریاليتوب هیله څرګنده کړه، نوموړي له امنیتي مسؤلینو وغوښتل چې هېوادوالو ته د خدمت او امنیت ټینګښت لپاره دې هڅې وکړي او له دولتي ادارو سره دې همغږي اوسي.
نوي امنیه قومندان وویل چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د خلکو د ستونزو د حل او امنیت د ټينګښت لپاره به شپه او ورځ کار وکړي. هغه له مسؤلینو هم وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.