محبس نه به د ښوونې او روزنې مرکز جوړ شي

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۲۱:۴۰
6

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د څرخي پله بندخونې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه او ویې ویل، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه هڅه کوي؛ څو د څرخي پله مرکزي بندخونه د بندنیانو لپاره د ښوونې او روزنې په مرکز واړوي.

محمد مسعود اندرابي په مرکزي محبس کې د پرمختیایي برنامو له راغلو پرمختګونو چې یو باب ۵۰ بستریز روغتون، د جامع جومات محراب او د نویو بلاکونو جوړول په کې شامل دي؛ لیدنه وکړه او په محبس کې دننه یې د یوه ښوونیز انستیتیوت پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي اندرابي په مرکزي محبس کې د تولید او صنعت له ځينو برخو چې معدني اوبه، فلزکاري، قالین اوبدنه، ترکاڼي، سیلو او د بوټانو او البسې تولیدات په کې شامل دي او څه باندې ۵۰۰ زندانیان په کې په کار بوخت دي؛ لیدنه وکړه او د اړونده برخو چارواکو ته یې له بندیانو سره د بشري حقونو پر لا ښه تطبیقېدو ټينګار وکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هېواد په زندانونو کې د تېر کال په لړ کې د مثبتو بدلونونو له راتلو او د پرمختيایي برنامو د تطبیق له کبله د محبسونو او توقیف خونو له رهبرۍ مننه وکړه او دوی ته یې دستور ورکړ، چې د هغو کسانو په وړاندې دې په کلکه ودرېږي؛ کوم چې په فساد ککړ وي.

د محبسونو او توقیف خونو عمومي ادارې چارواکو د هېواد په بندخونو کې د پرمختګونو د راپور له وړاندې کولو وروسته په دې اړه د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.