لویپاسوال محمد انور بریپال د کورنیو چارو وزارت د ښوونې چارو او پرسونل معین په توګه معرفي او دنده پیل کړه
د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ لویپاسوال محمد انور بریپال د لویپاسوالۍ په بست کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې چارو او پرسونل معین په توګه ګومارل شوی دی.
لویپاسوال محمد انور بریپال نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي لهخوا د یاد وزارت منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
ښاغلي بریپال تر دې دمخه د ملي امنیت د عمومي ریاست د کدر پرسونل د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.