لوګر کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۸:۴۲
d

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په اړوند "شنه قلعه" سیمه کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې په ترڅ کې يې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو څلور میله کلاشینکوفونه او یو میل راکټ انداز له منځه وړل شوي او د ترهګرو طالبانو لخوا د سړک غاړې یو کړۍ ځای پر ځای شوی ماین هم ځانګړو ځواکونو کشف او شنډ کړی دی.