لوګر کې د څلورو ترهګرو طالبانو د نیول کېدو سربېره؛ پکتیا کې یو اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان له یوې قبضې تومانچې سره یو ځای نیولي دي.
بلخوا؛ یادو ځواکونو د پکتیا ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې هم د یوه بل عملیات په پایله کې ۸۵ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې یو کس نیولی دی.