لوګر کې د ځوابیه برید له امله ۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د ځوابیه برید په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه سیمه ییز قومندان په ګډون ۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
پدې برید کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ځایي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.