لوګر کې د ترهګرو طالبانو له شتونه د څو کلیو د چاڼېدو سربېره؛ لس ترهګر طالبان مړه، ټپیان او نیول شوي
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له کومانډو او هوايي ځواکونو سره یو ځای په لوګر ولایت کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې "الوزي او بابوس" کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک کړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال دوه ترهګر طالبان وژل شوي، یو یې ټپي او اوه تنه نور ژوندي نیول شوي دي.
د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې عملیاتو په پایله کې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي "امونیم نایترېټ"، د ۸۲ ملي متري او توغندي څو ډزه ګولۍ، لاسي بمونه او همدارنګه لېږدوونکي وسایط هم ترلاسه شوي دي.