لوګر کې د ترهګرو طالبانو د څلورو کلیدي غړو په ګډون ۲۲ ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په کمال خېلو کلي کې د هوايي ځواک په ملاتړ د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو مواضعو ته د درنو زیانونو د اړولو سربېره ۲۲ ترهګر طالبان وژلي دي.
قدرت الله د ترهګرو طالبانو د نظامي ډلې مسوول، نعمت الله د دولتي کارکوونکو د ترور مسوول، حبیب د ترهګرو طالبانو نامي قومندان او حبیب الله د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون غړی هم د وژل شویو ترهګرو په منځ کې دي.
په خواشینۍ سره د یادې نښتې پرمهال ترهګرو طالبانو د درنې وسلې یو ډز ګولۍ غورځولې، چې په لړ کې یو ماشوم شهید او یوه ښځه ټپي شوې ده.
یاده ښځه د امنیتي ځواکونو لخوا پر وخت روغتون ته لېږدول شوې او تر درملنې لاندې ده.
د ترهګریزو کړنو ډېری قربانیان ملکي وګړي په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې دي، چې ترهګر طالبان لاس پرې پورې کوي.