لوګر کې د ترهګرو طالبانو د عشر او زکات د ټولولو مسوول ونیول شو. moi-af دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۱۱:۳۸ https://tinyurl.com/2dwy3bxq تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي. د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د عشر او زکات د ټولولو او جلب او جذب مسوول نیول شوی دی. دا کس عباد الله نومېږي او په لوګر کې یې په بېلابېلو وسله والو غلاوو او د ملکي خلکو په ځورونه کې لاس درلود.