لوګر کې د ترافیک پولیسو مدیریت د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لوګر ولایت امنیې قومندانۍ اړوند د ترافیک پولیسو مدیریت د نوې اداري ودانۍ د بنسټ ډبره د رسمي مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاد مراسم د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي مرستیال مولوي شیر احمد روحاني، د لوګر امنیه قومندان ملا آغا ولي نوراني، د ترافیکو مدیر محمد نعیم زبیر او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شول.
د مسؤلینو په وینا یاده ودانۍ به په درې نیم جریبه ځمکه کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه او رغنیزې چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر امنیه قومندانۍ د پاسپورت مدیریت لپاره نوې او عصري ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.