لوګر کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور یې نیول شوي دي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۹:۳۴
v

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب خېل کلي یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور شکمن کسان یې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو او وسایطو سره نیولي دي.
له نیول شویو ترهګرو طالبانو دوه عرادې موټر سایکل، یو میل راکټ، څلور ډزه د راکټ ګولۍ او یو میل کلاشینکوف د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز د لوګر ولایت د مرکز اړوند تطور سیمه کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو یو تن شکمن کس له ترهګرو طالبانو سره د لاس لرلو په تړاو له یو میل تفنګچې او یو موټر سایکل سره نیولی دی.