لوګر کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترهګرو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز په اړوند شکر کلا، متاڼي پله او کجي سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له پولیسو سره په نښتو اوښتي.
د دې نښتي په ترڅ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي.
د یادونې وړ ده چې د نښتو په لړ کې یو سیمه ییز پولیس هم شهید شوی او یو بل یې ټپي دی.