لوګر او لغمان کې پنځه تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ونیول شول.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۱۶:۴۷

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې څلور تنه نیولي دي.
همداراز پولیسو یو شکمن کس د لغمان ولایت د مرکز له اړوند سیمو له پېژندنې وروسته نیولی دی.
له یادو کسانو څخه دوه میله وسلې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.