لوړ پوړو امنیتي چارواکو د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دې ولایت ته سفر کړی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۹:۲۷
01

تېره ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی و.
د دې سفر په لړ کې چې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال یې هم ملتیا کوله، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې د ستاینې او درناوي وړ بللې.
محمد مسعود اندرابي په دې سفر کې د فراه والي او د امنیتي او دفاعي لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره لیدلي او د دوی ستونزو ته یې د رسېدنې سربېره فراه کې د امنیتي وضعیت د ښه والي پر څرنګوالي خبرې کړې.
په وروستیو کې فراه کې ځایي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.