له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۹۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل
د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دې ولایت په اچین ولسوالۍ، دوهمې او درېیمې ناحیې اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي او ۶۴ لیټره الکولي څښاک هم کشف او ضبط شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ د پنجشېر ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو۷۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
نیول شوي نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي؛ چې په یوعراده کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
یاد نشه يي توکي دوه تنه قاچاقبرانو له پنجشېر څخه کابل ته لېږدول، چې د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
همداراز کابل کې هم یو تن د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی دی. له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن چې یو کیلو ګرام تریاک یې په بوټونو کې ځای پر ځای کړي وو، د کابل ښار د ارغندې له چوک څخه ونیوه.