له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو ۴۹ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط کړل
د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، د یو لړعملیاتو په ترڅ کې ۳۷ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله، چې په یوه نقلیه موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو؛ کشف او ضبط کړل. د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ، د کابل ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو هم یو تن قاچاقبر، د اوولسمې ناحیې اړوند سیمو کې، له ۱۲ کیلو ګرامه مخدره توکو د چرسو له ډوله سره نیولی دی.