له فساد سره د مبارزې په برخه کې هڅې
د کورنیو چارو وزارت د لارښود له مخې، له جنايي جرمونو سره د مبارزې د عمومي ریاست پولیسو د پاکستان سفارت اړوند سیمو کې؛ د فساد، باج اخیستلو او د خپل سرو پارکېنګونو د جوړولو په تور اووه تنه له ۷۰ ګڼو پاسپورټونو سره ونیول.
که څه هم د پاکستان ویزه وړیا ده، خو دوی د یوې ویزې په بدل کې ۱۷۰ تر ۲۰۰ ډالرو بډې ترلاسه کوله.
د دې ترڅنګ د زورواکو له خوا خپل سري پارکېنګونه تخلیه او د پاکستان سفارت د ساتنې پولیس بدل او پر ځای یې نوي منسوبین وټاکل شول.
تورن او په لاس کې شته اسناد؛ لویې څارنوالۍ ته استول شوي او د پاتې کسانو نیول هم دوام لري.