له غیرمسووله کسانو د نظامي یونیفورم د ټولولو لړۍ پیل شوه.
نن د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لخوا له غیرمسووله کسانو څخه د نظامي یونیفورم د ټولولو عملیات پیل شول.
د کورنیو چارو وزارت د مخکې خپره شوې ابلاغیې له مخې چې "د غیرمسووله کسانو لخوا باید نظامي یونیفورم وانه اغوستل شي " نن د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لخوا یې د ټولولو عملیات په کابل کې پیل شول.
یاد عملیات نن د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمو کې په لاره اچول شوي وو، چې په ترڅ کې یې له غیرمسووله کسانو څخه څو صوبه نظامي یونیفورم او څو میله غیرقانوني او بې جوازه وسلې د ځانګړو ځواکونو لخوا ټولې شوې.
په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې د ښه امن او نظم د ټینګښت په موخه به د غیرقانوني وسلو او نظامي یونیفورم د ټولولو عملیات دوام ولري.