لغمان کې ۱۱ تنه د وسلهوالې شخړې په تړاو له اته میله وسلو سره ونیول شول
د لغمان ولایت د علیشینګ ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ځواکونو ۱۱ هغه کسان نیولي چې د شخصي او لفظي اختلافاتو له امله یې د دې ولسوالۍ په ماسموټ، کوټهنجیل او میل درېنوري په کلیو کې یې ډزې او وسله واله شخړه کړې وه، له اته میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.