لغمان کې د لسګونو کیلوګرامو هیرویینو د قاچاق مخه ونیول شوه

د لغمان امنیې قومندانۍ پولیسو د کابل - جلالاباد پر لویه لار د تالاشۍ پر مهال په یو مازدا موټر کې ۲۹ کیلوګرامه هیرویین کشف او ضبط کړي دي.
پولیسو په دې تړاو یو تن نیولی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.