لغمان عليشنګ ولسوالۍ کې د ډول ډول مهماتو یوه زېرمه کشف شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۵:۱۳
asdfasf

د یادې ولسوالۍ پولیسو د کره کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د درنو او سپکو مهماتو زېرمه د دغه ولسوالۍ د سایګل درې په تاراهو کې ترلاسه کړې.
په لاسته راغلو مهماتو کې، ۵۱ د هاوان مرکۍ، ۲ د هشتادو دو مرمۍ، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ، یو د پرسونل ضد مین، یو بکسه (۲۸) عدده د هاوان سرګلولې او ۴ دانې د هشتادو دو سر ګلولې شاملې دي.
د لاسته راغلو مهماتو په هکله تر اوسه څوک ندي نیول شوي خو د پولیسو هڅې یې د نیولو په موخه روانې دي.