لسګونه تنه په نشو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه د آغوش ۵۰۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شول

لسګونه تنه په نشو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه د آغوش ۵۰۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدول شول او همدا راز په لسګونه تنه له نشو نه رغېدلي د حرفه یي زده کړو څېښتنان له روغتون څخه رخصت شول
۱۱۰ په نشو روږدي کسان چې له کابل او نورو ولایتونو څخه راټول شوي وو، له درملنې او حرفه یي زده کړو وروسته د موظفې کمېټې له لوري خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په همدې حال کې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د څو بېلابېلو عملیاتو په لړ کې ۱۱۰ تنه نور په نشو روږدي کسان د کابل ولایت له اړونده سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه یې آغوش ۵۰۰۰ بستریز روغتون ته ولېږدول