لسګونه تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې پولیسو په نیمروز او بلخ ولایتونو کې ۱۲۱ تنه روږدي چې د درملنې په موخه راټول کړي وو، له درملنې وروسته د ټاکل شوې کمیټې له لوري بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.