فراه کې ۲۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۳:۳۷

تېره شپه د فراه ولایت د مرکز په حیدر قلي او سلطان میر آغا کلیو کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د یادې نښتې په ترڅ کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې د نښتې په لړ کې دوه ملي پولیس هم شهیدان شوي دي.