فراه کې یو ماین خښوونکی ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو حرفوي ماین خښوونکی له دوه بشکه يي ماینونو، درې قبضې نارنجګ، دوه عدده ریموټ کنټرول ماینونو او یو قبضه چاقو سره د فراه ښار د لومړۍ ناحیې له اړوند سیمو نیولی دی.
یاد کس چې له مخه د پولیسو تر څار لاندې و، د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ د یوې نقلیه واسطې په وسیله یې د ماین د لېږد پرمهال د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته ونیول شو.
نیول شوی کس سردار نومېږي او د بالابلوک ولسوالۍ د تسخیرک کلي اوسېدونکی دی.