فراه کې وروستي سېلاب ځپلي وژغورل شول
د فراه ولایت د ملي پولیسو منسوبینو د یو لړ ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې وروستۍ سېلاب ځپلې کورنۍ وژغورلې.
پدې وروستیو کې د فراه ولایت په "لاش و جوین" ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله ګڼ شمېر کورونه ویجاړ او مېشتي يې د مرګ له ګواښ او روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي.
پولیسو هم پر وخت سېلاب ځپلي امن سیمو ته لېږدولي او ژوبل شوي کسان یې د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدولي دي.