فراه کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي

یکشنبه، د غوايي ۱۵مه ۱۳۹۸
تېره ورځ د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کړۍ د وسایطو ضد ماین چې د ریموټ په وسیله څارل کېده، کشف او شنډ کړو.
یاد ماین د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای شوی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې پولیسو کشف کړو.
همداراز د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد کلي کې دوه ترهګر طالبان د خپل لاسي ماین د چاودلو موخه ګرځېدلي او وژل شوي دي.