فراه کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د برید هڅه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ټپیان شوي ترهګر د شیخ منصور او ملا حیدر د ډلې غړي دي.